ډېر لوستل شوي

احصایې او معلوماتو ملي اداره: بلخ کې د (اسان خدمت) مرکز پرانېستل شو

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې ددې ادارې د عمومي رییس عبدالقاهر حاجي ادریس له لوري د بلخ اوسېدونکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د چوپړونو د چټکتیا په موخه دې ولایت کې د اسان خدمت مرکز پراېنستل شوی دی.

ښاغلي ادریس د دې مرکز د پرانیستې مراسمو کې ویلي، هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د عامه خدمتونو وړاندې کولو پروسه چټک او اسانه کړي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې اوسمهال یې د نفوسو د ثبتونې چارې چټکې کړي او په نورو هېوادونو کې یې هم مېشتو افغانانو ته د اسان خدمت څانګې پرانیستې دي.

اړوند خبرونه