ډېر لوستل شوي

بلخ کې د ۴۰ ميګاواټه برېښنا پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

افغان پانګوالو د بلخ په دهدادي ولسوالي کې په شاخوا ۳۵۰ جريبه امارتي ځمکه د ۲۸ ميليونو ډالرو په ارزښت د ۴۰ ميګاواټه برېښنا پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.

ځايي مسوولين وايي، په دې پروژه کې به د صنعت کارانو په ۷۰ سلنه اړتياوو پوره کېدو سربېره ۴۰۰ کسانو ته د کار زمېنه هم برابره شي.

ټاکل شوې، چې د دغې پروژې چارې به په يو نيم او يا هم دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

د افغانستان برېښنا شرکت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر د يادې پروژې د بنسټ ډبرې کېښود په مراسمو کې د هېواد جوړونې په برخه کې د ولس ونډه مهمه بللې او له اسلامي امارت سره يې د خلکو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه