ډېر لوستل شوي

جاپان له افغانانو سره د همکارۍ پر ژمنتيا ټينګار کړی

په افغانستان کې د جاپان سفير تاکايوشي کوروميا د خوارځواکۍ په برخه کې له افغان کورنيو سره د همکارۍ پر ژمنتيا ټينګار کړی دی.

د خوړو نړيوالو پروګرام په يوې خبرپاڼه کې د جاپان سفير له قوله ويلي، چې نوموړي په کابل کې د خوارځواکۍ له يوه مرکزه د ليدنې پرمهال له افغانانو سره ملاتړ ته ژمنتيا ښودلې او دغه راز يې د خپلو مرستو پر دوام ټينګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، جاپان په دې وروستيو کې د ۷ ميليونه ډالرو په ارزښت ۳۰ زره کورنيو ته د بېړنۍ خوراکي توکو، د ښوونځيو ۳۰ زره زده‌کوونکو او په خوارځواکۍ اخته ۶۰ زره مېرمنو او ماشومانو ته د درملنې په برخه کې مرستې کړې دي.

اړوند خبرونه