ډېر لوستل شوي

د افغانستان مېوې په نړیوالو بازارونو کې؛ تېر کال ۴۶۶ زره ټنه صادرات شوي

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د تېر کال په لړ کې د ۶۴۳ ميليون ډالرو په ارزښت د ۴۶۶ زره ټنه تازه او وچو مېوو له صادراتو خبر ورکړی دی.

ياد معاونيت وايي، په دې مېوو کې بادام، چهارمغز، جلغوزه، آلوبخارا، انځر، مميز، زردالو، انار، انګور او مڼې شاملې دي.

د اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، يادې مېوې پاکستان، هند، اوزبيکستان، متحده عربي امارات او ترکيې هېوادونو ته صادرې شوې دي.

اړوند خبرونه