افغانستان ته د خواف ـ هرات وسپنې پټلۍ له لارې تېره ورځ ۲۶ واګونه د سمنټو، بورې او غوړيو واردات رارسېدلي دي.
د هرات ولايت وياند مفتي محمد يوسف سعيدي وایي، چې دغه واردات له ايران څخه ياد ولايت ته رارسېدلي دي.
نوموړي زياته کړې، چې سيمهييزه اداره د خپلو پخوانيو ژمنو په بنسټ د دې ولايت د لا پرمختګ لپاره خپلې هڅې داومداره ساتي.
دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم د وسپنې پټلۍ له لارې له چين څخه ۵ زره او۶۰۰ کانټنرونو کې د سوداګريزو توکو دويمه جوپه رارسېدلې ده.