ډېر لوستل شوي

د ماليې وزارت، جاپان او ADB د لا پراخې همکارۍ ژمنې تازه کړې

د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيال انجنير سلطان محمد زبير په کابل کې د جاپان له سفیر ډاکټر تاکايوشي کوروميا او د افغانستان لپاره د اسياسي پراختيایي بانک (ADB) له مشر ډيويډ جې‌هېل سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ليدنه کې ښاغلي زبير د جاپان او د اسيايي پراختيايي بانګ له اغيزمنو فعاليتونو مننه کړې او په اړوند برخو کې يې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دغه راز د جاپان سفیر او د اسیایي پراختیایي بانک مشر په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د لا پراختیا د ژمنې ترڅنګ د مالیې وزارت له هر اړخیزو همکاریو څخه هم قدراني کړې ده.

اړوند خبرونه