د چرګانو د روزنې ټولنې مرستيال توريالی همت وايي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د چرګانو د غوښې په توليد کې ډېروالی راغلی او هېواد په دې برخه کې پر ځانبسيا شوی دی.
د اميد راډيو خبريال د چرګانو د روزنې د پرمختګونو او ننګونو ارزونې په پروګرام کې د ښاغلي همت په حواله ويلي، په هېواد کې د چرګانو ۳۰۰ زره فارمونه فعال دي او په وينا يې، چې هره ورځ د چرګانو ۱۲ سوه زره کيلو ګرامه غوښه توليدېږي. د چرګانو د روزنې ټولنې مرستيال دغه راز له ټولو دولتي ادارو غوښتي، چې د فارم لرونکو د ملاتړ په موخه دې د خوراکي توکو په مينو کې د چرګانو غوښې ته لومړيتوب ورکړي.