ملي دفاع وزارت په ۲۰۵ البدر قول اردو کې د ۳۳ بېلابېل ډوله پوځي وسايطو له ترميم خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې دغه وسايط د ۲۰۵ البدر قول اردو د څلورمې پلې رواحه لواء اړوند د پنځم تأميناتي کنډک په ورکشاپ کې د ترميم ټولۍ د انجنيرانو له لوري ترميم شوي دي.
په ترميم شويو پوځي وسايطو کې ۲۴ هاموي ټانګونه، ۲هاموي امبولانسونه، ۳ کرينګ موټر او ۴ رېنجرې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم د تېرې ادارې پر مهال په لسګونه له کاره لوېدلي پوځي وسايط ترميم او بيا فعال کړي دي.