د لوګر د څرخ ولسوالۍ له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوي دي.
ویل کیږي چې دغه مرسته د شهیدانو له ورثهوو، یتیمانو او بې وزلو کورنیو سره د مالیزیا د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ شوې ده.
دغهراز دې خیریه بنسټ د دیني مدرسو له ۴۷۰ یتیمو زده کوونکو سره نغدي مرستې هم کړي دي.
ویل کیږي چې دغې مرستې مالیزیا کې د افغان سفیر نقیب الله احمدي په هلو ځلو او اسانچارۍ برابرې شوې وې.
ددې مرستو ترلاسه کوونکو له دې خیریه بنسټ مننه کړې او له بېوزلو سره یې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده.