د پکتيا ځاځي اريوب ولسوالۍ د منډهېر ملي پارک په دوولس کلن تړون یوه خصوصي شرکت ته په ۲۰۰ ميليونه افغانۍ ورکړل شو.
ځايي مسوولينو د ياد تړون موخه د پارک د ښه مديريت، د سياحت پراختيا او د عوايدو ډېروالی ښودلی دی. ياد ملي پارک د پکتيا ولايت يو له مهمو طبيعي سيمو څخه دی، چې په دې وروستيو کې يې ځانګړې ښکلا د هېواد په کچه ګڼ سيلانيان راخپل کړي دي.