د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت، د “پاکستان-هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې” په تړاو علمي بحث ترسره شو.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو ریيس حافظ ضياءاحمد تکل په دې علمي غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي رييس مفتي نور احمد نور په حواله ويلي، چې د کشمیر پېښه او د واګه بندر تړل د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ ژور کړی او پر افغانستان یې هم اقتصادي اغېزه کړې ده.
نوموړي څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت متوازن سیاست د دې تضمین کوي چې له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې وساتل شي او هڅه دا ده، چې دا شخړه له سولهییزو لارو حل شي.
په غونډه کې د اندوس سیند د اوبو پر حقوقي اړخ هم بحث او ټینګار شوی، چې د سیمهییز ثبات لپاره د شخړو مخنیوی اړین دی.