د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر ویلي چې ددې وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني ختیځو ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې د ژیړي بابا، پشد او شیګل له پلونو او د کونړ ـ نورستان سړک له رغنیزو چارو کتنه کړې ده.
د تولګټو وزارت سرپرست وزیر د یادو پروژو کارکوونکو، تخنیکي او د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې ددې سړک پاتې چارې دې په لوړ کیفیت او پر وخت بشپړې کړي.
د ټولګټو وزارت په وینا، د یادو پلونو او د کونړ ـ نورستان سړک د کار په بشپړیدو سره به د سیمې د اوسیدونکو ټرانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او په هوساینې سره به مرکز کابل او د اړوندو ولایتونو مرکزونو ته تګ راتګ وکړي.