ډېر لوستل شوي

سیاحتي شرکتونو سره د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د مرستیال کتنه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې ددې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي قدرت ‌الله جمال د سیاحتي، زيارتي او عمرې شرکتونو له استازو سره د همغږۍ دویمه ناسته ترسره کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاته کړې چې په دې ناسته کې د یادو شرکتونو د انسجام، فعالیتونو تنظیم، او جوازونو د وېش په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي جمال ویلي، چې د ګرځندوی انسټیټیوټ له لارې به د دغو شرکتونو غړي مسلکي وروزل شي.

ورته ‌مهال د یادو شرکتونو استازو هم خپلې ستونزې له مولوي قدرت الله جمال سره شریکې کړې او نوموړي د ستونزو د هواري ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سیاحتي شرکتونو د جوازونو د وېش چارې هم د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه