ډېر لوستل شوي

مولوي اميرخان متقي: د واګه او کراچۍ بندرونو ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو هواروو

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه او ځينو سوداګرو سره کتلي دي.

د سوداګرو او پانګونې خونې په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې يې له ښاغلي متقي څخه د هند او پاکستان د اړيکو وروستيو ترينګلتيا له امله د رامنځته شويو ترانزيڼي ننګونو د حل په موخه د دغو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو کولو غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې وړاندې ويل شوي، چې دا مهال د افغان سوداګرو ډېری ټرانزیټي توکي په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتي او باید ژر تر ژره د تېرېدو اجازه ورکړل شي. د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ويلي، چې د افغان سوداګرو له ستونزو خبر دی او دغه ستونزې د وزارت تخنیکي همکاران له ډیپلوماټیکو لارو حل کوي.

اړوند خبرونه