د هلمند امنيه قوماندانۍ په ناومېش ولسوالۍ کې د ۷۰۰ کيلو ګرامه نشهيي توکو (ومان) له کشف او ضبط کېدو خبر ورکړی دی.
د يادې قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې د نيول شويو نشهيي توکو په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نيول شوي؛ خو امنيتي ځواکونو يې د نيولو په پار د پلټونو خبره کړې ده. ومان يو ډول نشهيي توکې دي، چې د نشهيي موادو په پروسس کې ترې کار اخېستل کېږي.