ډېر لوستل شوي

۱۵ مجاهدینو ته د غرني هاوان د زده کړې لړۍ پیل شوې

د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي چې د دویمې پلې منصوري لواء ۱۵ تنو مجاهدینو ته د غرني هاوان د توغولو د یو میاشتنۍ زده کړو لړۍ پیل شوې ده.

ویل کیږي چې دې مجاهدینو ته به د یوې میاشتې په لړ کې د مسلکي استادانو له لوري د غرني هاوان د توغولو اړوند عملي او نظري زده کړې ورکړل شي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر زیاته کړې له دغو مجاهدینو به د درنو وسلو د کارونې پر مهال ګټه اخیستل کیږي.

اړوند خبرونه