ډېر لوستل شوي

د عامې روغتيا وزارت او UNFPA د روغتيايي سيسټم د پياوړتيا پر همکارۍ ټينګار وکړ

د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د وګړو صندق (UNFPA) سازمان له مشر کوابينا اسانتي او د دې سازمان له اجراييوي مرستيال او د سرمنشي مرستيال انډريو سابرټن سره کتلي دي.

یاد وزارت وايي، په دې ليدنه کې د روغتيا سيسټم د پياوړتيا، د اړتيا پر ځای د دوامدار مالي ملاتړ، روغتيا برخه کې د مرستو په غوره مديريت، روغتيايي ځالو پر ډېروالي، د ګرځنده ټيمونو په اغزمنتيا او پر ثابت مرکزونو بدلولو او ګڼو نورو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي جلالي د روغتيايي خدمتونو د لا اغيزمنتيا او مثمريت په موخه روڼتيا او د روغتيا وزارت لومړيتوبونو ته پام‌لرنه اړينه بللې او د ياد وزارت د ملي پاليسۍ اړوند يې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو او د نړيوالو له لوري د شته مرستو په غوره مديريت ټينګار کړی دی. په ورته مهال د (UNFPA) سازمان مرستيال په يادو برخو کې پر روڼتيا خوښي ښودلې او د افغانستان روغتيايي سيسټم سره يې د مرستو په راخپلولو کې ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه