د نیمرزو ځایي مسوولینو ویلي چې ورېښمو پله ته څېرمه د دوو ایراني ټانکرونو د سوځېدو مخنیوی شوی او لګېدلی اور مهار شوی دی.
مسوولینو زیاته کړې چې دا اورلګېدنه هېڅ مرګ ژوبله نه لري.
وړاندې ویل شوي چې دې ټانکرونو د تخنیکي ستونزو له کبله اور اخیستی چې اور وژونکو یې اور پر وخت مهار کړی.
د نیمروز ولایتي مسوولنیو ویلي چې د باروړونکو او نورو موټرو تګ راتګ به بېرته عادي حالت ته راوګرځول شي.