د انصارالله يوه لوړپوړي غړي محمد البخيتي ويلي، که پر غزې د صهيونېست رژيم بريدونه ونهدرېږي؛ نو د دې رژيم ټول هوايي ډګرونه به وتړو.
نوموړي ټينګار کړی، چې پر ګورين هوايي ډګر بمبار يوازې يو خبرداری و او که پر غزې يرغل ته دوام ورکړي؛ نو په نورو هوایي ډګرونو به هم بريدونه وکړي. البخيتي له الجزيرې سره په خبرو کې ويلي، چې موږ به غزه هېڅکله يوازې پرېنږدو او د صهيونېست رژيم هر یرغل ته به ځواب ورکړو.