ډېر لوستل شوي

د اماراتو استازی: له افغانستان سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخوندزاده د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سيف محمد خلفان سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې او دې سکتور ته د پانګې د راخپلولو په تړاو خبرې شوې دي.

د متحده عربي اماراتو ځانګري استازي له ښاغلي اخوندزاده سره دغه کتنه مهمه بللې او د افغانستان له يادو برخو سره د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په دې ناسته کې د همکاريو د پراخېدو ډاډ ښودلی او زياته کړې يې ده، چې په افغانستان کې د پخوا په پرتله پانګونې ته ښه زمينه برابره شوې ده. د ويلو ده، چې د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي نن د ټولګټو چارو وزارت د وسپنې پټلۍ له مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده سره هم د کتنې پر مهال د هر اخيزې همکارۍ ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه