ډېر لوستل شوي

د وسپنې پټلۍ په برخه کې د افغانستان او اماراتو د همکارۍ نوې ژمنه

د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سيف محمد خلفان او مل پلاوي سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لوريو د وسپنې پټلۍ اړوند د وروستيو پرمختګونو، دوه اړخيزو همکاريو او ګڼو نورو مسائلو په تړاو خبرې کړې دي.

د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سيف محمد خلفان ژمنه کړې، چې عرب سوداګر به د افغانستان د وسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته را وبلي.

ياده دې وي، چې د دواړو لوريو د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ په سوداګري او اقتصادي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په پراختيا ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه