د سعودي عربستان دفاع وزير خالد بن سلمان د يمن له نوي لومړي وزير سالم بن صالح بن بريک سره کتلي دي.
د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د يمن او د سيمې د تازه بدلونونو په تړاو بحث او خبرې اترې شوې دي.
خالد بن سلمان د يمن له حکومت څخه د خپل ملاتړ په دوام ټينګار کړی او د دې هېواد د اقتصاد او پرمختيا هيله يې ښودلې ده.