د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۱۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې تعدیل او منظورې شوي دي.
په دې پروژو کې د قوش تېپې کانال د یوې برخې د بشپړونې ترڅنګ یو شمېر رغنیزې پروژې شاملې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپل اېکس لیکلي چې دا پروژې د اسلامي امارت له خپلې بودیجې بشپړیږي.
په تعدیل او منظور شویو پروژو کې د قوشتېپې کانال د یوې برخې، د روزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د نهر السراج کانال د لومړي لاټ، د کندهار – سپین بولدک د دویمې برخې سړک جوړول او په بېلابيلو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وسایلو پېرل او همداراز په لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي چوپړونو وړاندې کول شامل دي.