ډېر لوستل شوي

نورالدين عزيزي د بيات پاور شرکت ستونزې واورېدې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د بيات پاور شرکت له مرستيال علي قاسمي سره کتلي دي.

ياد وزار وايي، په دې ناسته کې د بيات پاور شرکت مرستيال د دې شرکت ستونزې شريکې کړې او د برېښنا د توليد د پراختيا او ډېروالي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي عزيزي د ياد شرکت مرستيال ته د ستونزو په حل کې ډاډ ورکړی او له وزارت سره يې د دې شرکت د غوښتنليک شريکولو غوښتنه کړې ده. بيات پاور د برېښنا يو له هغه توليدي شرکت څخه دی، چې له مايع ګازو څخه هره ورځ شاوخوا ۴۰ ميګاواټه برېښنا توليدوي.

اړوند خبرونه