ټرمپ: پوتين د اوکراين جګړې پای ته رسېدو ته لېواله دی
د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره له ټليفوني خبرو خبر ورکړی دی.
نوموړي تېره ورځ خبريالانو ته ويلي، چې د روسيې د تيلو د بيې له راټيټېدو وروسته مسکو او کييف په اوکراين کې د جګړې پای ته رسېدو ته لېواله دي.
د اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال په فبرورۍ کې د روسیې له برید سره پیل شوه، لا هم روانه ده او په نړیوال سیاسي، اقتصادي او د سوداګريزو بازارونو پر توازن يې ژور اغېز کړې ده.