پاکستان په بلوچستان کې د هند په ملاتړ يو لوی ترهګريز پلان افشا کړی او ويلي دي، چې ياد هېواد په بېلابېلو سيمو کې نيابتي ډلې فعالې کړې دي.
پاکستاني رسنۍ جيونيوز د استخباراتي سرچينې په حواله ویلي، چې د هند استخباراتو “را” په ګوادر، کويټه او خضدار کې ترهګريز پلانونه جوړ کړي دي.
بايد وويل شي، دا هغه ادعاوې دي چې هند او پاکستان يې يو پر بل کوي او په دې اړه کره شواهد هم نه دي وړاندې شوي.