د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار ټيليفوني خبرې کړي دي.
په دې ټيليفوني خبرو کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ټرانزيټي مسايلو، د سیمې پر حالاتو د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ او نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
دې خبرو کې همدارنګه په کراچۍ او واګه بندرونو کې د افغان سوداګرو د ایسارو شویو توکو د ازادېدو پرېکړه هم شوې ده.
دغه راز دواړو لوريو ټينگار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې اړیکې پراخه او د پلاوو ترمنځ دې تګ راتګ زیات شي.
یاده دې شي چې د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار څه موده وړاندې د یوه پلاوي په ملتیا کابل ته هم راغلی و.