ډېر لوستل شوي

هلمند کې يو تن له ټابلېټ کا ګوليو سره يو ځای ونيول شو

د هلمند امنيه قوماندانۍ په ګرشک ولسوالۍ کې يو تن له نشه‌يي توکو ( ټابلېټ کا) ګوليو سره د لاس په لاس له نيول کېدو خبر ورکړی دی.

د يادې قومانداني د رسنيو دفتر له نشه‌يي توکو سره د ګرشک ولسوالي د مبارزې منسوبينو په حواله ويلي، چې دغه کس د ۵۹۵ دانو ټابلېټ کا ګوليو سره يو ځای نيول شوی دی.

د مسوولينو په وينا، چې نيول شوی کس به تر لومړينو څېړنو او ګروېګنو وروسته اړوند ارګان ته وپېژندل شي.

د ويلو ده، چې له نشه‌يي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې منسوبينو د مرکز په ګډون ولايتونو او لرې پرتو سيمو کې هم د نشه‌يي توکو د خپرېدو د مخنيوي په موخه خپلې هڅې دوامداره ساتلې دي.

اړوند خبرونه