ډېر لوستل شوي

اقتصادي کمېسیون ناسته؛ د ځان بسیاینې څو طرحې ومنل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن(چهارشنبه، غویي ۱۷مه) په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوې ده.

دې غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلکسونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې یاده طرحه له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوې.

ویل کیږي چې یاد کمپلکسونه به پر شاوخوا څلور نیم زره جریبه ځمکه جوړ او بزګرانو ته به د عصري او میکانیزې کرنې برخه کې غوره چوپړونه وړاندې کړي.

غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم وړاندې شوې، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه. ویل کیږي چې افغانستان اوسمهال د چرګانو د غوښو له اړخه ځانبسیاینې ته نږدې شوی او ددې طرحې له پلې کېدو سره به په بشپړ ډول د هګیو او چرګانو د غوښو له مخې پر ځان بسیا شي.

د اقتصادي کمېسیون دې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم د بحث لپاره وړاندې شوې. یاده پالیسي له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هېواد د اړتیا وړ لبنیات په کور دننه تولید، پروسس او د مالدارۍ سکټور به ورسره وده وکړي. د دې طرحې له مخې به په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم، زغرو او لمرګلي نباتات کرل کېږي، چې له مخې به یې د نباتي غوړیو برخه کې د هېواد ۳۰ سلنه اړتیا پوره شي.

یاده دې شي چې دا پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دفتر ته استول شوي دي.

اړوند خبرونه