ډېر لوستل شوي

امريکا د يمن پر حوثي ځواکونو خپلې بمبارۍ دروي

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يمن پر حوثي ځواکونو د خپل بريد له درولو خبر ورکړی دی.

رويټرز د ټرمپ له قوله راپور ورکړی، چې د يوې هوکړې له مخې امريکا په يمن کې پر حوثي ځواکونو بمبارۍ دروي او هغوی به د امريکا پر کښتيو بريدونه نه کوي. دا په داسې مهال ده، چې امريکا د تېرې مارچ مياشتې په اوږدو کې په بې‌سارې توګه پر حوثي ځواکونو بمبارونه وکړل، چې له امله يې په سلګونه يمني وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اړوند خبرونه