ډېر لوستل شوي

شهباز شريف: دښمن به پرې نه‌ږدو چې خپلې شومې موخې ترلاسه کړي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د دې هېواد پر څو ښارونو د هند بريد ته سخت غبرګون ښودلی.

شهباز شريف ويلي، د پاکستان ولس او ځواکونه پوهېږي چې څه وکړي او دښمن ته څه ډول ځواب ورکړي.

نوموړي زياته کړې، هيڅکله به اجازه ورنه کړي چې دښمن خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

بل‌لور د پاکستان دفاع وزير ادعا کړې، چې د هند شپږ الوتکې يې له منځه وړې دي.

د معلوماتو له مخې، چې پر دې هېواد د هند په بريد کې اته کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ټپيان شوي دی.

اړوند خبرونه