ډېر لوستل شوي

له روسیې سره د اقتصادي همکارۍ لپاره نوې طرحه جوړېږي

ماليې وزارت د افغانستان او روسيې ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پراختيا په پار د يوې معقولې طرحې د جوړولو په موخه تخنيکي ـ بين‌الوزارتي ناسته کړې ده.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې له روسيې سره د دوه اړخيزه اقتصادي همکاريو د بېلابېلو اړخونو او تګلارو د رابرسېره کېدو په موخه معقوله او هر اړخيزه طرحه رامنځته شي. د خبر له مخې، ياده ناسته د ماليې وزارت د همغږۍ، څارنې او راپور ورکولو لوی رياست په مشرۍ او د وزارتونو او سکتوري ادارو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

اړوند خبرونه