ډېر لوستل شوي

ملا عبدالسلام حنفي: راستنېدونکو پانګوالو ته صنعتي پارکونو کې وړیا ځمکې ورکول کیږي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي غزني ته د یوه سفر پر مهال ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغان پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې چمتو شوي دي.

نوموړي یادې خبرې غزني کې د استوګنیزو ځمکو د وېش په مراسمو کې کړې دي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې هغه افغان پانګوال چې له بهرنیو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شي، نه یوازې دا چې د پانګونې لپاره به ورته په صنعتي پارکونو کې وړیا ځمکې ورکړل شي، بلکې تر پنځو کلونو پورې به له مالیاتو هم معاف وي.

ملا عبدالسلام حنفي وړاندې ویلي، چې د اسلامي امارت تمرکز د افغانانو بېرته راستنېدل، د هغوی لپاره د ژوند آسانتیاوې، او د پانګوالو هڅونه ده، څو له خپلو پانګونو سره هېواد ته راستانه شي او د اقتصادي ودې برخه شي.

یاده دې شي چې اسلامي امارت د کډوالو لپاره په ګڼو ولایتونو کې ښارګوټي پرانیستي دي.

اړوند خبرونه