ډېر لوستل شوي

سیداباد ولسوالۍ کې سېلابونو زیانونه اړولي

د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ تنګي او شیخ اباد حوزو کې د بارانونو له امله پراخ سېلابونه راوتلي دي.

ویل کیږي چې دې سېلابونو فرعي سړکونه او پلچکونه ویجاړ کړي او کروندګرو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم درنو ورښتونو او ږلۍ ددې ولسوالۍ کښتونه ویجاړ کړي وو.

یاده دې شي چې د هوا پېژندنې ریاست د میدان وردګو ترڅنګ یو شمېر ولایتونو کې د درنو ورښتونو اټکل کړی دی.

اړوند خبرونه