ډېر لوستل شوي

جلال اباد ښار او څو ولسوالیو کې باراني څپه او توپان

ننګرهار کې د امید راډیو خبریال ویلي چې همدا مهال د جلال اباد ښار په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې چټک توپان چلیږي او د باران څپه هم ورسره مله ده.

د نوموړي په وینا، د توپان او ورښت څپو خلکو ته زیانونه هم اړولي؛ خو د مالي او ځاني زیان دقیق ارقام لا نه دي خپاره شوي.

دې توپان او ورښت د خلکو وېره زیاته کړې او د خپلو مالونو په ټولولو بوخت دي.

د ننګرهار ولایتي مسوولینو ویلي چې د توپانونو په سبب د برېښنا پایې زیانمنې شوي او برېښنا پرې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر شنبې ورځې په ننګرهار کونړ لغمان او نورستان کې د توندو بادونو باران او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

اړوند خبرونه