د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ د خرلڅیو لار د سوداګریزو توکو پر مخ خلاصه شوې ده.
د پکتیا د مسوولینو په وینا د خرلڅیو لاره د سوداګریزو توکو پرمخ ۷میاشتې وړاندې د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې وه.
دغه لار نن د ځايي مسولینو قومي مشرانو او سوداګرو په حضور کې خلاصه چې دا مهال پرې د سوداګریزو توکو لیږد را لیږد کیږي.