ډېر لوستل شوي

مسکو له کييف سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ

روسيې نن سهار له اوکراين سره د درې ورځني اوربند خبر ورکړی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، کرملين دا اوربند تر هغې وروسته په پام کې ونیو، چې د اوکراین پر خاوره یې د بې‌پيلوټه الوتکو او بالستيک توغنديو سخت بريدونه کړي وو.

په دې راپور کې د اوکراين هوايي ځواک له قوله ويل شوي، چې له دې اوربند وروسته د اوکراين په شمال کې د سومي سيمې پر لور دوه ځله توغندي ور وېشتل شوي دي. د اوکراين او روسيې ترمنځ روانه جګړه له ۲۰۲۲ کال راپدې خوا دوام لري، چې پکې دواړو لوريو ته درانه مالي، انساني او پوځي زيانونه اوښتي دي.

اړوند خبرونه