د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د پاليسي او مسلکي مرستيال ډاکټر ملا زينالعابدين عابد په مشرۍ د طبي زبالو د تنظيم کمېټې د بند امير د غونډو په تالار کې ناسته وشوه.
د يادې ادارې د خبر له مخې، په دې ناسته کې ښاغلي عابد طبي زبالې ډېرې خطرناکې بللې او ويلي يې دي، چې د دغو زبالو بېځايه غورځول روغتيا له ستونزو سره مخ کوي.
د پاليسي او مسلکي مرستیال ويلي، چې د طبي زبالو د تنظيم په برخه کې په ځينو ولايتونو کې شرکتونو په کار پيل کړی او ټينګار یې کړی، چې اړوند شرکتونه دې خپل خدمتونو په معياري توګه وړاندې کړي.
د ويلو ده، چې طبي زباله د روغتونونو فضله خطرناک توکي دي چې له روغتيايي مرکزونو، روغتونونو، کلينيکونو، لابراتوارونو، درملتونونو او د درملنې له نورو ځایونو څخه تولیدېږي.