د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال او کفيل مولوي محمد نبي عمري د يو شمېر ولايتونو له واليانو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې واليانو ښاغلي عمري ته د خپلو کاري کړنو راپورونه وړاندې کړي او په اړوند ولايتونو کې يې د فعاليتونو په تړاو معلومات هم شريک کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال او کفيل له واليانو غوښتي، چې د ولس د سوکالۍ او ارامتيا په موخه له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونهکړي. ياد وزارت چې د امنيت، نظم، او ولسي چارو د تنظيم په برخه کې مهم رول لري؛ نو په همدې بنسټ د ولس ستونزو د حل په موخه وخت پر وخت له ولايتي ادارو سره ناستې کوي.