ډېر لوستل شوي

نورالدین عزیزي کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.

صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې افغانستان ته د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر، د چابهار په تړاو د افغانستان، ایران او هند د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو، ایران ته د افغانستان صادراتو د زیاتېدو او د ابونصر فراهي بندر میل ۷۸سړک د چارو د پیل په تړاو خبرې اترې شوي دي.

د دې وزارت په وینا، چې د دې سربېره دواړو لوریو د سوداګریزو او صنعتي همکاریو د پراختیا، د ګډو صنعتي شرکتونو او په سرحدي سیمو کې د ازادې صنعتي سیمې د جوړولو، په هرات-خواف اوسپنیزې کرښې د پانګونې او د ماهي‌رود له لارې د سوداګرۍ په زیاتوالي هم خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه