د معالجوي طب عمومي رييس ډاکټر وحدت الکوزی وايي، په نږدې راتلونکې کې به په اندراګاندي روغتون کې د تلسيميا ناروغيو د درملنې مرکز پرانېستل شي.
ښاغلي الکوزي دغه څرګندونې نن (پنجشنبه، د غويي ۱۸مه) د تلسيميا ناروغيو په وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په غونډه کې کړې دي.
د ويلو ده، چې د عامې روغتيا وزارت د تلسيميا ناروغۍ د نړيوالوې ورځې په مناسبت د يادې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې او د عامه پوهاوي غونډه جوړه کړې وه.