ډېر لوستل شوي

په مسکو کې د بريا ورځ؛ پوتين له کوريايي سرتېري سره تود روغبړ وکړ

د روسيې د پلازمېنې مسکو په سره ډګر کې نن د جرمني پر وړاندې د نازي د بريا ورځ ونمانځل شوه.
دغه مراسم د چين د ولسمشر شي‌جين پينګ او د مرکزي اسيا د يو شمېر هېوادونو د مشرانو او استازو په ګډون سره ونمانځل شوه.
ويل‌کېږي په يادو مراسمو کې ځانګړې برخه د شمالي کوريا د هغو سرتېرو ګډون وو، چې د اوکراين په جګړه کې د روسيې تر څنګ ګډون لري.
د يادونې وړ ده، چې د کرملين له خوا په خپره شوې ويډيو کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له يو شمالي کوريايي سرتېري سره په تود روغبړ کې ښکاري.

اړوند خبرونه