ډېر لوستل شوي

چین او روسیه؛ د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا ته لېواله دي

روسيې او چين په يوې ګډې خبرپاڼې کې د افغانستان په تړاو د دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريو پراختيا ته لېوالتيا ښودلې.

ياده خبرپاڼه مسکو ته د چين د ولسمشر شي‌جين پنګ تر سفر وروسته خپره شوې ده.

دواړو لوريو په دې ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان د سياسي حل په برخه کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه، مسکو فارمټ، د چين ـ روسيې ـ ايران او پاکستان ډله او شانګهای د همکاريو سازمان په ګډون د سيمه‌ييزو سازمانونو او غونډو رغنده رول مهم بللی دی. بايد وويل شي، چې اسلامي امارت تل د سیمې له امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ سره په ژمنتيا ټينګار کړی او هڅه کوي افغانستان د همکارۍ په یوه مرکز بدل کړي، نه د سیالۍ په ډګر.

اړوند خبرونه