ډېر لوستل شوي

جي‌ډي ونس: واشنګټن د هند او پاکستان ترمنځ جګړه نه‌شي سړولی

د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستيال جي‌دي ونس وايي، چې د هند او پاکستان جګړه په واشنګټن پورې اړه نه‌لري.

د رويټرز راپور له مخې، نوموړي له دواړو هېوادونو د خپل منځي کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده، چې واشنګټن نه‌شي کولی دغه دوه اټومي ځواک لرونکي هېوادونه قابو کړي. د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې له تېرو څو لسیزو راپدې خوا د شخړو او کړکېچونو شاهده پاتې شوې، چې د کشمیر شخړه یې تر ټولو لوی لامل بلل کېږي.

اړوند خبرونه