له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د ماینپاکۍ د معلوماتو سیستم له پخواني IMSMA Ng څخه نوي IMSMA Core ته پرمختګ ورکړ.
ياده اداره وايي، په همدې موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې پکې د ملګرو ملتونو استازو، د جینیوا د معلوماتو مرکز، پلي کوونکو مؤسسو او د ماینپاکۍ پروګرام نورو شریکانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د جینیوا مرکز د معلوماتو مسوول سلیمان مکاهل د نوي سیستم د لېږد، ننګونو او د حللارو په اړه معلومات وړاندې کړي او ګډونوالو هم خپل نظریات او اندېښنې شریکې کړې دي. د غونډې موخه، د نوي معلوماتي سیستم بریالي پليکېدل، غوره همغږي او د ماینونو له کبله د ککړو سیمو اړوند دقیق معلوماتو راټولول او تحلیل ښودل شوی دی.