د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی چې نوی ډهلی او اسلام اباد د اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.
نوموړي وړاندې ویلي چې د پاکستان او هند دولتونو سره له خبرو او منځګړتوب وروسته دواړه لوري سمدستي اوربند ته رسېدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې اوربند ته یې غاړه ایښې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډونالډ ټرمپ د لومړي مرستیال په کوربتوب د هند او پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د جوړجاړي خبرې اترې شوې وې.
یاده دې شي چې د تېرو څو ورځو راهیسې د هند او پاکستان جګړه لوړې کچې ته رسېدلې وه او دواړو خواوو یو بل ته د سترو زیانونو ادعاوې کړي دي.