ډېر لوستل شوي

د لوړو زده‌کړو وزارت عوايد نږدې ٤٠ سلنه لوړ شوي

د لوړو زده‌کړو وزارت د تېر کال مرکزي عوايد د وړم کال په پرتله ۳۹ سلنه ډېر شوي دي.

ياد وزارت د مالي او حسابي رياست د معلوماتو له مخې ويلي، چې د ۱۴۰۳ لمريز کال مالي عوايد د ۱۴۰۲ لمريز مالي کال او د ماليې وزارت د ټاکل شوې موخې په پرتله ۳۹ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه وزارت ټول عوايد په ۱۴۰۲ لمريز کال کې ۲۲۹ ميليونه ۱۹۲ زره او ۷۱۶ افغانۍ وو، چې په تېر ۱۴۰۳ لمريز کال کې دغه رقم ۳۲۶ میلیونه ۴۸۷ زره او ۲۷۹ افغانیو ته لوړ شوی، چې ۳۹ سلنه زیاتوالی ښیي.

د ويلو ده، چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي ریاست او ولایتي تحصیلي بنسټونو له لوري د عوایدو نویو سرچینو په رامنځته‌کېدو او د مستوفیتونو لخوا په منظم ډول د عوایدو راټولولو له امله ۳،۷۹ سلنه په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

اړوند خبرونه