ډېر لوستل شوي

د چابهار بندر په اړه درې اړخیزه غونډه جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان، ايران او هندوستان ترمنځ د چابهار بندر په تړاو د درې اړخيزې ناستې له جوړېدو خبر ورکړی دی.

د ياد وزارت سرپرست نورالدين عزيزي په کابل کې د ايران له سفير علي‌رضا بېکدلي سره د راتلونکي غونډې، د چابهار بندر، د فراه ـ ميل ۷۸ سړک د پروژې د پيل، د خواف ـ هرات پر رېل پټلۍ د پانګونې او د ماهيرود له لارې د سوداګرۍ د پراختيا په تړاو خبرې کړې دي. چابهار بندر، چې افغان سوداګر یې د پاکستان د بندرونو بدیل بولي، هند پکې پانګونه کړې او د ټرمپ ادارې هم له افغانستان سره د مرستي په موخه یې له بنديزونو څخه استثنا کړی دی.

اړوند خبرونه