ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر: د مس عینک پروژې مخ کې پراته خنډونه دې له منځه یوړل شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال مس عینک د افغانستان یوه مهمه اقتصادي پروژه بللې او په وینا یې اسلامي امارت ددې پروژې د پرمخ بیولو په پار ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ښاغلي برادر له قراردادي شرکت غوښتي چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او ددې پروژې په کارونو کې پېښېدونکي خنډونه دې له منځه یوړل شي.

ددې شرکت عمومي رییس وانګ جي چینګ د پروژې په پرمخ بیولو کې د اسلامي امارت همکاري ستایلې ده. نوموړي ویلي چې د مس عینک پروژې په اړه په ډېرو برخو کې پرمختګونه شوي او چمتو دي، چې له کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ دغه پروژه  پرمخ بوځي.

یاده دې شي چې مس عینک په نړۍ کې د مسو ستر کان دی چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې یې له چین سره د کیندنې هوکړه لیک لاسلیک شوی.

اړوند خبرونه