د افغاني سرې مياشتې ټولنې د مرکزي درملنې رييس ډاکټر عبدلولي اتمانزي په کابل کې يوې غونډې ته ويلي، چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۵ زره ۹۱۰ تنه رواني ناروغان تر درملنې لاندې نيول شوي دي.
د اميد راډيو خبريال په دې ناسته کې د ښاغلي اتمانزي په حواله ويلي، چې له دې ډلې يوازې ۱ زر ۸۹۵ تنه د کابل اوسېدونکي دي. د افغاني سرې مياشتې د مرکزي درملنې رييس د يادې ناروغۍ په مخنيوي ټينګار کړی او زياته کړې ده، چې ټولنه بايد د رواني ناروغۍ د مخنيوي لپاره له وړاندې پام وکړي، ځان ته وخت ورکړي او د بدني فعاليتونو او ورزش ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ څو له دې ناروغيو ځان وساتي.